د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، هیله لري چې حکومت به د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د دې کمېسیون وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سیدحفیظ الله هاشمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دوی اوس-اوس په یوه رسمي مکتوب کې له حکومته غوښتي چې د دې وړاندیز په اړه ژر تر ژره پریکړه وکړي.
ښاغلي هاشمي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د تلې په ۲۸ مه امکان نه لري:
"د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د کمېسیون له نظره ناممکن کار دی، نو موږ مخکې هغې کمېټې ته چې په امنیت شورا کې ده وړاندیز کړی و چې په دې اړه پریکړه وکړي، هغو مقدماتي غونډه هم کړې وه او دوهمه غونډه یې ښايي په نېژدې ورځو کې وشي، خو موږ د دې لپاره چې لږ سرعت زیات شي د چهارشنبې په ورځ دا موضوع بیا د یو مکتوب په ذریعه تعقیب کړې ده او هیله لرو چې راتلونکې اوونۍ یې ځواب راشي."
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سیدحفیظ الله هاشمي
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د هېواد په ګڼ شمېر ولسوالیو کې د کافي کاندیدانو نشتوالی د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په وړاندې یو لوی خنډ بولي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې د هېواد یوازې ۴۲ ولسوالۍ د شوراګانو لپاره کاندیدان لري.
پر دې سربېره د یو شمېر ولسوالیو سقوط، بې امنیتي او د ځینو عملیاتي چارو نیمګړتیا نور هغه عوامل دي چې د کمېسیون د ویاند په وینا د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات له خنډ سره مخامخ کوي.
د یوشمیر ولسوالیو سقوط، بې امنیتي او د ځینو عملیاتي چارو نیمګړتیا نور هغه عوامل دي چې د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات له خنډ سره مخامخ کوي
تراوسه روښانه نه ده چې د حکومت موظفه کمیټه به د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دې طرحې په اړه خپله پریکړه څه وخت اعلان کړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مخکې ویلي و، چې د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به د تلې په ۲۸مه د ولسي جرګې له انتخاباتو سره په یوه وخت کې ترسره شي.
د انتخاباتو کمیسیون: د هېواد یوازې ۴۲ ولسوالۍ د شوراګانو لپاره کاندیدان لري
په دې وروستیو کې یوشمیر کسانو چې خپل نومونه یې په هرات ولایت کې د ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې د کاندیدانو په توګه ثبت کړي، د دې انتخاباتو د ځنډيدو پرضد اعتراض وکړ.
دوی په هرات ښار کې په یوه غونډه کې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات په ټاکلي وخت ترسره کړي.