هند د افغان ماشومانو د ناروغیو د درملنې لپاره مرسته کوي

هند د افغان ماشومانو د زړه د مورزادي ناروغیو د درملنې لپاره یو میلیون ډالره مرسته کوي.

په کابل کې د هند سفارت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، د هند حکومت له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې د افغان ماشومانو د دې ناروغۍ د درملنې لپاره د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته د کال یو میلیون ډالره ورکوي.

د هند سفارت وايي چې د تېر کال په اګسټ میاشت کې هم د هند حکومت همدومره مرسته کړې وه.

هند د افغانستان په بیارغونه کې مهمه ونډه اخیستې او په څه باندې څلور میلیارد ډالره مرسته‌یې چې له افغانستان سره‌یې کړې ده، د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ او د زرنج-دلارام سړک په شان ګڼې پروژې جوړې کړې دي.