د نړیوالو زدهکړو لپاره امریکايي قونسل په ازبکستان کې رسماً ثبت شو.
دا په تېرو ۱۰ کلونو کې لومړنۍ غیر حکومتي امریکايي مؤسسه ده چې د ازبکستان د عدلیې وزارت له لوري راجستر کېږي.
د «اوزدیلي ډاټ کام» خبري وېبپاڼې د راپور له مخې، د ازبکستان د عدلیې مرستیال وزیر اکبر تاشکولوف د دې مؤسسې د ازبکي څانګې د ثبت سند په تاشکند کې د امریکا سفیرې پامیلا سپراتلین ته وسپاره.