په پیکېنګ کې د افغانستان سفارت هغه راپورونه رد کړل چې پر اساسیې ویل شوي و چې چین خپلې پولې ته نږدې د افغانستان په واخان کې پوځي اډه جوړوي.
په پیکېنګ کې د افغانستان سفارت ویلي چې افغانستان د ترورېزم پر ضد د چین د مرستو هرکلی کوي، خو په افغانستان کې به د چین هېڅراز پوځي اډه هېڅوخت جوړه نهشي.
پرون د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د هانګ کانګ د یوې ورځپاڼې دا راپور رد کړ چې ګنې چین په واخان کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره پوځي کمپ جوړوي.