د میدان وردګو ولایت یو شمېر معترض اوسېدونکي چې د تېرو ۴۰ ورځو راهیسې يې د خپلو ځینو غوښتنو د پوره کېدو لپاره اعتراضیه غونډې او مظاهرې پیل کړي وايي، حکومت د دوی غږ نهدی اورېدلی.
دوی چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۸» یو ځل بیا د خپلو غوښتنو په ټینکار په یوه مطبوعاتي غونډه کې راټول شوي وو وايي، که حکومتيې تر دوشنبې ورځې پورې غوښتنې پوره نهکړي، محلي ادارې او لارې به وتړي.
د دغو معترضینو له ډلې محمد جاوید ستانکزي ازادي راډيو ته وویل:
"له مرکزي حکومته زموږ ټولې غوښتنې مشروع غوښتنې دي، نه دلته کومه ډله او نه هم کوم قوم د ځان پر وړاندې تقابل واقع کوو، خو زموږ یوې غوښتنې ته هم نه پاملرنه شوې او هم دوی ورته د حق په سترګه کتلي دي."
دی وايي، د میدان وردګو پنځه اداري واحدونه د تېرو ۴۰ ورځو راهیسې د خپلو مشروع حقونو د ترلاسه کولو لپاره سولهییز حرکتونه پیل کړي دي.
ښاغلی ستانکزی وايي د بهسود، جلرېز، نرخ، مرکز میدان او د بهسودو د دوهمې برخې وګړي د میدان وردګو د نوم، د پوهنتون موقعیت او په محلي او مرکزي اداره کې د دوی د سیاسي ګډون په پار اعتراضونه لري.
دی وایي، دوی د کابل کندهار لویه لار هم د ټرافیکو پر مخ وتړله، خو د امنیت شورا او جمهوري ریاست نه د يوه پلاوي تر لېږلو وروسته چې د ستونزې د حل په خاطر ورسره ژمنې وشوې، دوی دغه لاره بېرته پرانیستله.
له دې سره دوی په میدان ښار کې د پرلت خیمه درولې او وخت نا وخت د مظاهرو په شکل هم راغونډېږي.
خو پهداسې حال کې چې اعتراض کوونکي د حکومت په بېغورۍ انتقاد لري، د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، ښه ده چې د ګواښونو پر ځای په اساسي ستونزو کار وشي.
سید شاه سقیم
د دغې ادارې د خپرونو او عامه پوهاوي رئيس سید شاه سقیم ازادي راډيو ته وویل:
"له حکومت سره باید د ښې حکومتوالۍ په خاطر مرسته وشي چې خدمات تر لیرې پرتو کلیو ورسېږي. زما په فکر ښه به دا وي چې په اوسني وخت کې د داسې غوښتنو او لارې بندولو پر ځای په لومړیتوبونو غور او ورته کار وشي."
که څه هم اعتراض کوونکي وايي چې د میدان وردګو ولایت نوم پهدې وروستیو کې وردګ کارول کېږي، خو ښاغلی سقیم وايي، د میدان وردګ ولایت په نوم کې کوم بدلون نهدی راغلی.
نوموړی د خلکو سیاسي ګډون د دوی اساسي حق ګڼي چې په خبرهیې ورته کار کېږي.
راپور: یوسف ځدراڼ