د فاریاب سیمهییز چارواکي پهدې ولایت کې د ناامنیو په زیاتوالي اندېښنه څرګندوي.
پهداسې حال کې چې د دفاع وزارت د لوی درستیز د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د طالبانو د ځپلو په هدف فاریاب ولایت کې دی، د فاریاب سیمهییز چارواکي د طالبانو لهخوا د دغه ولایت د ځینو سیمو په نیولو اندېښنه څرګندوي.
د فاریاب والي نقیبالله فایق د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۸» ازادي راډیو ته وویل، که څه هم حکومت د دښمن د ځپلو لپاره عملیات کړي، خو دغه اقدامات کافي نهدي او باید یاد ولایت ته زیات امنیتي ځواکونه واستول شي.
ښاغلی فایق وايي، د طالبانو او داعش تر جګړې وروسته دغه ولایت ته زیات طالبان ورغلي او د فاریاب پر بېلابېلو سیمو یې تهاجمي حملې پيل کړې دي.
فایق زیاته کړه:
"هغوی د فاریاب پر ځینو سیمو تهاجمي عملیات پيل کړي، له دې وړاندې هم د فاریاب ولایت امنیت ښه نهو چې د طالبانو د حملو په پایله کې د بلچراغ ولسوالۍ او ښار ته نږدې ډېرې مهمې سیمې سقوط شوې وې، خلک غواړي چې سقوط شوې سیمې بېرته ونیول شي، دا چې اوس زیات سرتېري نهشته دغه مسئله د اندېښنې وړ ده."
ښاغلی فایق وايي، له دې سربېره یوازې د شپږو ولسوالیو د امنیه قوماندانیو ودانۍ د حکومت پهلاس کې دي او د ولسوالیو پاتې نورې سیمې د وسلهوالو طالبانو په ولکه کې دي.
د نوموړي په خبره که حکومت د فاریاب امنیتي وضعیت ته جدي پام ونهکړي، د دغه ولایت نورې برخې به هم د طالبانو لاس ته ولوېږي.
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د بدخشان او پکتیا استازي هم په دغو ولایتونو کې د وسلهوالو مخالفینو د پراخو فعالیتونو په زیاتوالي اندېښنه ښکاره کوي.
له دې وړاندې د کندز او غزني ولایتونو مرکزونو کې هم د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ جګړې شوي.
همدا شان پهدې وروستیو کې له هرات، هلمند او ننګرهار ولایتونو نه هم د ناامنۍ راپورونه ورکړل شوي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید په فاریاب ولایت کې امنیتي ګواښونه مني، خو ټینګار کوي چې دوی د وسلهوالو مخالفینو د ځپلو لپاره دغه ولایت ته زیات ځواکونه استولي دي.
غفور احمد جاوید
جاوید زیاته کړه:
"ناامني شته، خو همدا اوس د لوی درستیز مرستیال په فاریاب کې دی، د وضعیت د کنټرول لپاره زیات ځواکونه لېږل شوي، هوايي عملیات هم ترسره شوي، موږ هلته ټول وضعیت تعقیب او څارو، انشاءالله د خلکو اندېښنو ته به ډېر ژر رسیدهګي وشي."
بلخوا د پوځي چارو افغان کارپوه محمد اګل مجاهد وايي چې حکومت باید د وسلهوالو مخالفینو د ځپلو تر څنګ پهدغه ولایت کې زیات ځواکونه ځای پر ځای کړي او تر ګواښ لاندې سیمو کې د امنیت د ټینګښت په هدف پوستې واچوي.
د نوموړي په خبره، په فاریاب کې له طالبانو د پاکو شویو سیمیو امنیت باید وساتل شي، څو بېرته د طالبانو لاس ته ونهلوېږي.
راپور: رحمتالله افغان