د افغانستان د ولسي جرګې د میزان د ۲۸مې انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رأیه، زما حق» د دې اوونۍ پروګرام مو د حکومت او سیاسي ګوندونو او جریانونو ترمنځ د انتخاباتي نظام د بدلون په اړه چنو ته ځانګړی کړی دی.
یو شمېر سیاسي ګوندونو په کابل کې د یوې مظاهرې پر مهال ټینګار وکړ، تر هغې چې د بایو مټریک ټکنالوژۍ له لارې د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه ډاډ ترلاسه نهکړي، خپل اعتراضونه به جاري وساتي او حتی د انتخاباتو مخه به ونیسي.
بلخوا د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، هېڅ ملاحظه نهشي کولای چې د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه ډب کړي.
دغه پروګرام د ازادي راډیو خبریال رحمتالله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5