د هلمند خلک د افغان حکومت د روانو عملیاتو نه پوزې ته راغلي دي.
د هلمند د یو شمېر ولسوالیو د هغه سیمو د بېرته نیولو لهپاره عملیات روان دي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان ځواکونو له لاسه وتلې دي.
لهدې ډلې د نادعلي اوسېدونکي ادعا کوي، حکومتي سرتېري يې سیمې نیسي، خو بېرتهيې خوشې کوي او د عملیاتو پر مهال د دوی کورونه او کوڅې ورانوي.
ولایتي شورا هم د روانو عملیاتو پر ټکني بهیر نیوکه کوي، خو دولتي مسؤلین وايي، ماینونه ډېر کرل شوي دي او د افغان ځواکونو پخواني تأسیسات وسلهوالو وران کړي دي، ځکه نور عملیات ورو پر مخ روان دي.
پهدې اړه نور تفصیل د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5