سرګي لاوروف: لوېدیځ همکاران دې په ادلب کې مداخله نه‌کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې د سوریې د ادلب ولایت په چارو کې مداخله ونه‌کړي.

سرګي لاوروف پرون په مسکو کې خبریالانو ته وویل، د سوریې حکومتي ځواکونه دې ته چمتو شوي دي چې پر ادلب پراخ عملیات وکړي او په دغه هېواد کې د یاغیانو دغه وروستی مرکز هم ونیسي.

بل لور ته د روسي اژانسونو په وینا له ۲۰۱۵ کال راهیسې چې د سوریې کورنۍ جګړه پیل شوې ده تر بل هر وخت روسیې په ختیځې مدیترانه کې ډېرې جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړې دي.

لاوروف وویل، دی هیله‌مند دی چې لوېدیځ همکاران ادلب ته داخل نه‌شي او د ترورېزم ضد عملیاتو مخه ونه‌نیسي.

واشنګټن، لندن او پاریس روانه اوونۍ دمشق ته خبرداری ورکړ او ویې‌ویل چې د ادلب په جګړه کې کیمیاوي وسلې استعمال نه‌کړي.

په ورته وخت کې مسکو د سوریې یاغیان تورن کړي دي چې غواړي په ادلب کې کیمیاوي وسلې وکاروي تر څو غربي الوتکې دې ته وهڅوي چې هلته بمباري وکړي.