د کندهار امنیتي مسؤلین: په ميوند ولسوالۍ کې ۵ وسله‌وال وژل شوي

د کندهار امنیتي مسؤلان د دې ولایت په ميوند ولسوالۍ کې د ۱۱ وسله‎والو د مرګ ژوبلې ادعا کوي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستیال عبدالبشير خاکسار وایي، د تېرو څو ورځو راهيسې د کندهار په لوېديځو ولسوالیو، پنجوايي، ژړۍ او ميوند کې د وسله‎والو پر ضد عمليات پېل شوي چې يوازې تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د چغنې په کلي د يوې نښتې پر مهال پنځه وسله‎وال وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

خاکسار وویل چې په‎دې عملياتو کې امنیتي ځواکونو ته زيان نه‎دی اوښتی.

د دولت وسله‎والو مخالفينو تر اوسه په‎دې اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.