د خوست ښاروال: کله چې پلې لارې پرانیزو وکیلان او چارواکي مو مخنیوی کوي

د خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر

د خوست د ښاروالۍ چارواکو د ښار د تنظیم او پاکوالي په برخو کې د اړوندو ادارو او ښاریانو د پرله‎پسې همکاریو غوښتنه وکړه.

نن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۷» د خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر محمدزي د ښار د شپږ ګونو ناحیو د ګذر د نویو وکیلانو د کار په پیل غونډه کې وویل، کله چې ښاروالۍ پلې لارې پرانیزي، نو وکیلان، ځايي چارواکي او حتی د ښار د اتحادیو غړي يې مخنیوی کوي.

عبدالبصیر محمدزي وویل، په ښار کې د موټرو ګڼه ګوڼه، بې‌ځایه درېدل او د لاسي رېړو بیروبار په امنیتي کسانو او ټرافیکو پورې اړه لري چې هغوی په خپله برخه کې لازم اجراأت نه‎دي کړي.

دی وايي، دا چې د ښاروالۍ کارونه ځیني کسان او مسؤلین نه‌تأییدوي، مهم لامل دا دی چې دوی د هغوی د شخصي ګټو مخه ونیوله.

د خوست ښاروال ځینو ستونزو ته په اشارې وویل، د ښار په تنظیم کې اړوندې ادارې همکاري نه‎کوي او د تنظیف برخې ته دوی پوره امکانات په لاس کې نه‎لري.

ښاغلي محمدزي زیاته کړه:

"موږ خپله هڅه کړې ده، خو موږ تر اوسه نه په پاک ښار توانېدلي یو او نه په منظم ښار توانېدلي یو، په منظم ښار کې د ادارو همکاري نه‌شته، په تنظیف کې زموږ امکانات کم دي، موږ د ټول خوست ښار لپاره ۱۵ باغوانان په تشکیل کې لرو، دا کسان یوازې ګلدانونو پسې نه‌رسېږي، خو ستاسو همکارۍ ته ضرورت دی."

د خوست ښاروال د ښار په چوکاټ کې د اتحادیو له غړو او ټولو ښاریانو وغوښتل چې د ښار په پاک ساتلو او د نورو ښاري خدمتونو په برخه کې همکاري وکړي.

په غونډه کې یو شمېر ویناوالو د ښار د پاکوالو او ستونزو په باب خپل نظرونه وړاندې کړل.

د ښار یو تن وکیل ګذر شاه جهان عزیزي په خپله خوست ښاروال په‎دې وستایه چې لږ تر لږه‌يې په شته ستونزو او نیمګړتیاوو اعتراف وکړ، خو ويې‌ویل ناپامي تر دې حده موجوده ده چې ځیني جوړ شوي لښتي له پیله تر دې وخته بند دي او اوبه د لښتي پر ځای د سړک له‎پاسه ځي.

ښار د ټولو ښاریانو ګډ کور دی او پاک ساتل‌يې د ټولو ګډه وجیبه ده، هغه شعار دی چې نن سبا يې ډېر عمومیت پیدا کړی دی.

دا چې څرنګه کولای شو، خپل ښار یا دا خپل ګډ کور پاک وساتو په اړه‌يې د ښاروالۍ شورا یو تن غړی الف شاه منګل وايي:

"په ښار کې چې هر څوک کېله خوري، مڼه خوري، پيپسي څکي او نور څه‌يې چې په‎لاس کې وي، نو باید د کثافاتو بېلر ته‌يې واچوي، ښاروالي يې بیا خپل ټاکلي ځای ته انتقال کړي، هر څوک دا ژمنه ولري چې زه به په ښار کې چټلي نه‌جوړوم، که پرته وه، نو پورته کوم به‌يې او د ښاروالۍ له‎خوا کېښودل شویو بېرلونو ته به‌يې انتقالوم."

​د خوست ښار د شپږګونو ناحیو د ګذر وکیلانو د ښار د پاک ساتلو مهمه ستونزه دا یاده کړه چې ښار لا هم د باراني اوبو د وتلو له‌پاره لازم کانالونه، لويې ویالې او اساسي لښتي نه‌لري چې له همدې کبله بارانونه د لښتیو او ویالو ټول کثافات د ښار سړکونو او کوڅو ته غورځوي او ښار کې خټې، خځلې او نور کثافات پیدا کېږي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل