چین: په افغانستان کې پوځي اډه نه‌جوړوو

د چین حکومت دا رد کړه چې ګواکې دا هېواد په افغانستان کې پوځي اډه جوړوي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هووا چون یینګ خبریالانو ته وویل، پیکېنک نه مخکې او نه اوس داسې کوم پلان لري.

ده زیاته کړه:

"په راپور کې ویل شوي دي چې چین په افغانستان کې روزنیزه اډه جوړوي او هلته خپل سرتېري استوي. د اډې د جوړولو لپاره هېڅ پلان نه‌شته او دا خبر هېڅ حقیقت نه‌لري. نو په دې اړه چې هر خبر خپرېږي ،طبعاً دروغ به وي."

د هانک کانک یوې ورځپاڼې له دې مخکې راپور ورکړی و چې چین د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره یوه اډه جوړوي چې چینايي سرتېري به هم په‌کې مېشت شي.