د انتخاباتو د پروسې بایومټریک په کم وخت کې څومره د تطبیق وړ دی؟

د انتخاباتو پر روانې پروسې د انتقادونو په ترڅ کې یو شمېر سیاسي ګوندونو نن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۷» په کابل کې پراخې مظاهرې پیل کړي.

ګوندونه د انتخاباتو اړوند د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره دغه مظاهرې په داسې حال کې کوي چې له مهالوېش سره سم به راتلونکې میاشت د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات ترسره کېږي.

په دې اړه د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري د انتخاباتو د څار بنسټ له اجرائيوي رئیس شاه محمود مل سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتنه ورڅخه کړې چې د سیاسي ګوندونو یوه غوښتنه دا ده چې د انتخاباتو پروسه باید بایومټریک شي چې له تخنیکي پلوه یوه پېچلې او اوږده پروسه ده او د انتخاباتو وخت ته په پام سره ایا فکر نه‌کوئ چې د دوی غوښتنې د تطبیق وړ نه‌دي؟

له ښاغلي مل سره مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي مل سره مرکه