په کابل کې د فوټبال د روزونکو د "C" درجې زده‌کړو کورس پیل شو

په کابل کې د فوټبال د روزونکو د "C" درجې زده‌کړو دوهم پړاو کورس پیل شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو د برخې مرستیال شمس امیني نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د "C" درجې لایسنس لپاره د زده‌کړو دا دوره د تېرې ورځې راهیسې ۲۴ روزونکو ته پیل شوې ده.

دی وايي، ګډون کوونکي به تر ۱۳ ورځو پورې په تیوري او عملي شکل زده‌کړې تر لاسه کړي.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغې دوره کې د مرکزي زون او همدارنګه د کابل، خوست، لوګر او پنجشېر څخه روزونکي برخه لري.

د فوټبال فدراسیون وايي، په هېواد کې د فوټبال لوبې له غوړېدو سره د روزونکو او داورانو اړتیا هم په زیاتېدو ده او دوی هڅه کوي چې په فني او مسلکي شکل دا تشه ډکه کړي.