د کندهار د انګورو په صادراتو کې ۶۰ فیصده زیاتوالی راغلی

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي چې د دې ولایت د انګورو په صادراتو کې د تېرو کلونو په پرتله ۶۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د دې ولایت د کرنې رئیس سید حفیظ‌الله سیدي نن چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۷» ازادي راډيو ته وویل چې په روان کال کې د کندهار انګور په لوړه بیه هندوستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته صادر شول او همدا شان‌يې په کور دننه هم بیې ښې وې.

ښاغلی سیدي وايي چې بهرنیو هېوادونو ته د انګورو صادرات او لوړ قیمت د باغ لرونکو په اقتصادي وضعیت مثت تأثیرات لري.

د نوموړي په وینا هیله لري چې د روان کال تر پایه د کندهار د انګورو حاصلات ۱۲۰ زره ټنو ته ورسېږي.