د امریکا متحده ایالات وایي، د ایران له اټمي پروګرام سره په تړاو پر دې هېواد لګول شوي بندیزونه قانوني دي او هغه د ملي امنیت له اقداماتو سره سر خوري او تهران نهشي کولای چې دغه بندیزونه د ملګرو ملتونو په ستره محکمه کې چلنج کړي.
دغه څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت حقوقي سلاکارې جنیفر نیوسټید نن په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې قاضیانو ته وکړې او د ایران هغه ادعاوې چې وایي، پر ایران د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا لګول شوي بندیزونه غیر قانوني دي او هغه باید لغوه شي، رد کړې.
تهران په دې اړه خپل شکایت دغې نړیوالې محکمې ته وړاندې کړی او استدلال کوي چې امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۵۵ میلادي کال له لاسلیک شوې د دوستۍ او همکارۍ له موافقې سرغړونه کړې ده.