فرانسې له اروپايي هېوادونو د پوځي همکارۍ زیاتول او پر امریکا د تکیې ختمول غوښتي

د فرانسې ولسمشر له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې په پوځي برخه کې همکاري زیاته او په دفاعي چارو کې پر امریکا تکیه ختمه کړي.

د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون له دې څرګندونو داسې ښکاري چې نوموړی له امریکا سره د ګډو پالېسیو د پراخوالي په اړه له خپل پخواني دریځه اوښتی او پر ولسمشر ډونالد ټرمپ د اعتبار نه‌وړ شریک په توګه انتقادونه کوي.

د فرانسې ولسمشر چې پرون‌يې د خپل هېواد ډیپلوماتانو او د نړیوالو اړیکو کارپوهانو ته وینا کوله، د نړیوال اقلیم د بدلون له تړون او د ایران له اټمي موافقې څخه د امریکا د ولسمشر وتلو ته په اشارې وویل، ټرمپ له داسې ګډ دریځ او مشترک تعهده وتلی چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا او اروپا ترمنځ شوی و.

امانوئل مکرون وویل، راتلونکې میاشت به د اروپايي ټولنې او روسيې ترمنځ د امنیتي همکاریو د ښه‌والي لپاره نوي پېشنهادونه وکړي.

ولسمشر مکرون د ۲۵۰ ډیپلوماتانو، پارلمان د غړو او د نړیوالو چارو د کارپوهانو غونډې ته په وینا کې وویل، اروپايي ټولنه نور نه‌شي کولای چې د خپل امنیت لپاره پر امریکا تکیه وکړي.

هغه وویل، د امریکا امنیت په موږ پورې تړلی او دغه‌راز د اروپا حاکمیت هم زموږ دی.

امانوئل مکرون

نوموړي زیاته کړه:

"اروپا نور نه‌شي کولای چې د خپل امنیت په اړه یوازې پر متحده ایالاتو تکیه وکړي، زموږ وظیفه ده چې نن ورځ مسؤلیت ومنو، د اروپا امنیت او دغه‌راز د اروپا حاکمیت یقیني کړو."

امانوئل مکرون له ناټو سره د اړیکو د پرې کولو غوښتنه ونه‌کړه، خو له روسيې سره‌يې سره له دې چې د اوکراین، سوريې او ځينو نورو هېوادونو په اړه اروپا له مسکو سره اختلافات لري، د یوه ستراتېژیک شراکت غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل، روسيه باید له ارپايي ټولنې سره د ستراتېژیک شراکته مخکې د اوکراین له بېلتون‌پالو خپل ملاتړ ختم کړي.

د فرانسې د ولسمشر تر دې څرګندونو مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس پرون په رومانیا کې وویل، دا ځورونکې ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ اروپا د روسيې په شان خپله دښمنه وګني او په وار وار د ناټو په تړون انتقادونه وکړي.