د ایران ولسمشر حسن روحاني د پارلمان غړو ته وویل چې ایران به پر دې هېواد د امریکا پر نویو لګول شویو بندیزونو برلاسی شي او په سپینې ماڼۍ کې ایراني ضد چارواکو ته به وښیي چې دغه بندیزونه به خپل هدف ته په رسېدو کې ناکام شي.
دی وایي:
"موږ نه پرېږدو چې یوه ایرانۍ ضد څپه چې نن ورځ په سپینه ماڼۍ کې راټوله شوې، زموږ په وړاندې دسیسه جوړه کړي، سپینه ماڼۍ دې داسې فکر ونه کړي چې د نننۍ غونډې له نتیجې به خوشحاله شي."
روحاني نن په تهران کې د پارلمان غونډې ته وربلل شوی و چې په هېواد کې د روان اقتصادي وضعیت د خرابېدو، د بیو د لوړوالي او د بېکارۍ د زیاتوالي په وړاندې د خپلو کړنو په اړه د وکیلانو پوښتنو ته ځواب ووایي.
خو په هر صورت، د هغه ځوابونو د وکیلانو قناعت حاصل نهکړ او دغه موضوعیې قضایي ادارې ته وړاندې کړه.
د ۲۰۱۳ میلادي کال په انتخاباتو کې له بریا وروسته دا لومړی ځل دی چې روحاني چې د یوه منځلاري مشر په سترګه ورته کتل کېږي، پارلمان ته احضارېږي او دا به د تندلارو سیاستوالو لپاره چې د روحاني له اقتصادي اصلاحاتو سرهیې مخالفت کاوه، یوه بریا وي.
له دې څو ورځې مخکې مسعود کرباسیان د ایران د اقتصادي او مالي چارو د وزارت له څوکۍ څخه لیرې شو.
کرباسیان د روحاني د اقتصادي ټیم څلورم غړی دی چې په وروستیو څو اوونیو کې لیرې کېږي.
د ریال د ارزښت د ټیټېدو یو دلیل د امریکا لهخوا پر ایران نوي لګول شوي بندیزونه دي.