افغان ورزشي بنسټونو د ترورېزم د قربانیانو د ملاتړ ورځ ولمانځله

د افغانستان د بېلابېلو ورزشي بنسټونو مسؤلینو او افغان لوبغاړو د ترورېزم د قربانیانو د ملاتړ نړیواله ورځ ولمانځله.

په دې اړه په کابل کې جوړو شوېو مراسمو ته د افغانستان د بدني روزنې فني او مسلکي مرستیال میرویس بهاوي د وینا پر مهال وویل چې د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د ورزشي بنسټونو او لوبغاړو رول برخلیک ټاکونکی دی.

ښاغلي بهاوي وویل، ترورېزم د دې تر څنګ چې د بې‌ګناه انسانانو ژوند اخلي د ټولنې د پرمختګ مخه هم نیسي.

يو شمېر افغان لوبغاړو هم دغو مراسمو ته په وینا کې وویل چې ترورېزم د افغان لوبغاړو د پرمختګ او لاسته راوړنو مخه ډب کړې ده.