د افغانستان د کرکټ غوره لیګ ۲ لوبډلې هندي پانګه‌والو پېرلي

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ يا «اې. پي. اېل» شل اوریزو سیالیو دوه لوبډلې تر دې مهاله هندي پانګه‌والو اخیستې دي.

د دغه لیګ د لوګو او لوبډلو د معرفي کولو په مراسمو کې د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس شکرالله عاطف مشعل وویل چې د پاتې درېیو نورو لوبډلو د پېر په برخه کې هم خبرې وروستۍ مرحلې ته رسېدلي چې پېرونکي به‌يې ژر معلوم شي.

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو کې پنځه لوبډلې «کابل، پکتیا، کندهار، ننګرهار او بلخ» شاملې دي چې د پکتیا لوبډله «د وي راک مبایلز» هندي کمپنۍ او د بلخ لوبډله «لیجنډري مېن» په نوم «Entertainment» يا بوختوونکې هندي کمپنۍ پېرلي دي.

دا چې دغو دوو هندي کمپنیو د پکتیا او بلخ لوبډلې په څومره پیسو او کومو شرایطو پېرلي دي په دې اړه تر اوسه د افغانستان کرکټ بورډ څه نه‌دي ویلي.

ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو لومړی پړاو د اکټوبر له پنځمې تر ۲۱مې پورې په متحده عربي اماراتو کې د افغان او بهرنیو لوبغاړو په ګډون ترسره شي.