چارواکي: طالبانو په ارزګان کې یو پل په بمونو الوځولی

د ارزګان چارواکي وایي چې وسله‌والو طالبانو تېره ورځ د مرکز ترینکوټ اړوند سرخوم سیمه کې یو لوی پُل چې د ارزګان د چهارچینو او دهراوود او د کندهار نېش ولسوالۍ سره نښلوي، په بمونو الوځولی دی.

په ارزګان کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې لوا ویاند حکمران وفادار ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو تر ماتې وروسته دغه پُل د څو بمونو په ذریعه ویجاړ کړی دی.

د چارواکو په وینا، دغه پُل چې ۴۵ متره اوږد او ۷ متره سور لري، پنځه کاله مخکې د استرالیا له‌خوا د ۵۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نهو میاشتو په موده کې رغول شوی و.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.