په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي هغه راپورونه ردوي چې ګوندې په فاریاب کې د ملي اردو د سرتېرو پر یوه کتار د وسلهوالو طالبانو په کمین او بریدونو کې دې د ملي اردو شااوخوا ۲۵ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور دې یرغمل شوي وي.
د ملي اردو سرتېرو ته د اوښتو تلفاتو او یرغمل کېدو ادعاوې د فاریاب د ولایتي شورا دوو غړو کړې وې او ویلي یې وو چې دا پېښه پرون هغه مهال وشوه چې شااوخوا ۳۰۰ افغان سرتېري د فاریاب له غورماچ ولسوالۍ څخه میمنې ته په لاره وو چې په قیصار ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو له یوه کمین سره مخامخ شول.
د دغې قول اردو ویاند حنیف رضایي ازادي راډیو ته د دغو ادعاوو په ردولو سره د دغې پېښې په اړه وویل:
"پرون په هماغې لومړۍ مرحله کې د ترهګرو طالبانو ۷۳ تنه ووژل شول او ۳۱ یې هم ټپیان شول، په خواشینۍ سره د افغان امنیتي ځواکونو ۴ غړي هم شهیدان او نهه نور ټپیان شوي دي، زموږ کتار له سیمې تېر شو او په قیصار ولسوالۍ کې دېره د ملي اردو اډې ته ورسېد."
د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړي نادر سعیدي دغهراز وویل چې غورماچ ولسوالۍ چې له څو ورځو راهیسې محاصره وه، اوس په بشپړ ډول د طالبانو په کنټرول کې ده.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.
- پخواني معلومات
د راپورونو له مخې، په فاریاب کې د ملي اردو د سرتېرو پر یوه کتار د وسلهوالو طالبانو په برید کې شااوخوا ۲۵ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور یرغمل شوي دي.
د فاریاب د ولایتي شورا دوو غړو دا پېښه تأیید کړې او ويلي یې دي چې پرون شااوخوا ۳۰۰ افغان سرتېري چې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې دېره وو، له خپلې قرارګاه څخه ووتل او میمنې ته په لاره په قیصار ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو له یوه کمین سره مخ شول.
د فاریاب د ولایتي شورا غړي سید عبدالباقي هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې ۲۰ نور سرتېري ټپیان شوي او له ۱۰ تر ۲۰ پورې پوځي عرادې او د سرتېرو مړي د پېښې په ځای کې پاتې دي.
د ولایتي شورا یوه بل غړي نادر سعیدي وویل چې د پېښې په ځای کې پرېښودل شوي پوځي وسایل په هوایي بمبارۍ کې لهمنځه وړل شوي او غورماچ ولسوالۍ اوس په بشپړ ډول د طالبانو په کنټرول کې ده.
خو په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې بیا د فاریاب په قیصار، غورماچ او کوهستان ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او له وسلهوالو طالبانو سره د افغان امنیتي ځواکونو په نښتو کې د طالبانو د څو مهمو قوماندانانو په ګډون، د نږدې ۱۵۰ وسلهوالو د وژل کېدو او د ۴۴ نورو د ټپي کېدو ادعا شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو بریدونو کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.