د افغانستان په اړه د مسکو نړیواله غونډه ځنډیدلې

افغانستان او روسیې دواړو پرون اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د مسکو نړیواله غونډه ځنډېدلې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه پرون د افغان ولسمشر او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې موافقه وشوه.

ښاغلي مرتضوي وویل:

"د دواړو هېوادونو ټیمونو په دې اړه چې دغه غونډه کله او په څه ډول جوړه شي، ګډ کار پیل کړی او مشري به‌یې هم افغانستان او روسیه په ګډه کوي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي ولسمشر غني له لاوروف سره په خبرو کې په اصولو کې د مسکو د غونډې ملاتړ کړی دی.

دغې غونډې ته چې ټاکل شوې وه د سپټمبر په ۴مه جوړه شي د افغانستان او امریکا په ګډون ۱۲ هېوادونو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

طالبانو هم په‌کې خپل ګډون منلی و، خو کابل او واشنګټن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په دې غونډه کې ګډون نه‌کوي.