د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ نن دوشنبه د ایرلنډ په کوربهتوب پیل شوه.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دغه سیالۍ له هغې وروسته لا مهمې شوې چې د ښې لوبې او بریا اغېز يې د لوبغاړو او لوبډلې په نړیواله درجه بندۍ پرېوځي.
افغان ورو توپ اچوونکی راشد خان ارمان چې لا له وړاندې د ۲۰ اووریزو سیالیو لومړی درجه له ځانه سره لري، که په یو ورځنیو دغو سیالیو کې هم ښه ولوبېږي د یو ورځینو سیالیو د لومړۍ درجې اعزاز هم تر لاسه کوي.
نوموړی دا وخت د هندي بالر جسپرېت بومرا څخه یوازې ۱۲ نمرې شاته په دوهمه درجه دی.
افغان لوبډله چې ایرلنډ تهيې د ایرلنډ په کوربهتوب په ۲۰ اووریزو سیالیو کې پرلهپسې ماتې ورکړې، له دې وروسته دوه نورې یو ورځنۍ لوبې هم له هغه هېواد سره لري.