په ولسي جرګه کې د سرپل ولایت یو شمېر استازي او د سرپل د ولایتي شورا رئیس وايي، داسې راپورونهیې ترلاسه کړي چې طالبان د سرپل په مرکز د پراخې ډلهییزې حملې پلان لري.
په ولسي جرګه کې د سرپل استازي سید محمد حسن شریفي بلخابي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۵» ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو دغې احتمالي حملې خلک سخت اندېښمن کړي.
دی وايي:
"د طالبانو احتمالي حملې خلک سخت اندېښمن کړي، ځینو یې کډې کړي، امنیتي وضعیت ډېر ترینګلی دی، په ښار کې وضعیت سخت د اندېښنې وړ دی، که امنیتي سکټور مخکې له مخکې لازم تدابیر ونه نیسي، ممکن هلته د غزني په څېر ناورین رامنځته شي."
د سرپل د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني وايي، پهدغه ولایت کې امنیتي ځواکونه کم دي او که تجهیز او اکمال ته یې پاملرنه ونهشي، نو سرپل به د غزني له برخلیک سره مخ شي.
بلخوا د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني دا مني چې د استخباراتي او کشفي معلوماتو له مخې طالبانو پلان لري چې د سرپل په ښار پراخه ډلهيیزه حمله وکړي، خو د نوموړي په وینا امنيتي ځواکونو یې په وړاندې د کلکې دفاع هوډ لري.
دا پهداسې حال کې ده چې له لوی اختر شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې وسلهوالو طالبانو په غزني ښار پراخه ډلهييزه حمله وکړه چې څو ورځې په ښار کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه.
په دې اړه نور: دفاع وزارت: تر دوو ورځو به د غزني ښار په امنیتي وضعیت کې بدلون راشيافغان چارواکي وايي چې په جګړه کې د ملکیانو په ګډون دواړو خواوو ته درانه ځاني تلفات او همدا شان عامو خلکو ته زیات مالي زیانونو اوښتې دي.
په ورته وخت کې د پکتیا د ولایتي شورا غړي وايي چې پهدغه ولایت کې هم امنیتي وضعیت ترینګلی دی او که مخکې له مخکې ورته تدابیر ونهنیول شي، د دوی په خبره پهدغه ولایت کې به هم امنیتي وضعیت لاپسې خراب شي.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید بیا وايي چې د یو شمېر ولایتونو په ځانګړي توګه د سرپل ولایت کې امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.
ښاغلی جاوید زیاتوي:
"د ملي دفاع وزارت او د ټولو امنیتي ځواکونو رهبري، په هر حالت او هر وخت کې د ټولو ولایتونو امنیت ساتلو ته چمتو او اماده باش ده، د سرپل د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې رهبرۍ ته رسېدلي دي، رهبرۍ پهدې اړه اقدامات کړي او تر څنګیې تدابیر نیول شوي، څو سرپل د غزني په څېر له ورته پېښې نه وژغورل شي."
د سرپل سیمهییز چارواکي وايي چې له شیخ مطیعالله وروسته په شمال کې د طالبانو رهبري متقاعد پاکستاني جنرال نبیل په غاړه اخیستې او هڅه کوي چې په سرپل ولایت په خونړۍ حملې سره د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي.
په ورته وخت کې د غزني والي وحیدالله کلیمزي هم تازه رسنیو ته ویلي چې په غزني کې د جنګېدونکو پاکستاني سرتېرو یونفورمونهیې ترلاسه کړي.
خو دغه ادعاوې کومې خپلواکې سرچینې نهدي تأیید کړي.
د پوځي چارو افغان کارپوهان د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو سره وايي، د سولې خبرو ته د هڅو په زیاتوالي سره طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې خپلې حملې زیاتې کړي او په داسې وضعیت کې دوی هڅه کوي چې د سولې د خبرو په مېز کې لاس ته راوړنې ولري.
خو د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض سپارښتنه کوي چې حکومت باید په سرپل کې، بلکې په ټولو ولایتونو کې د چمتووالي ولري، څو پر ولایتونو د طالبانو د حملو مخه ونیول شي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر جلسې دمخه رسنیو ته په خبرو کې وویل چې امنیتي چارواکي باید د هرې پېښې او امنیتي وضعیت په اړه ځواب ووایي.
راپور: رحمتالله افغان