افغان چارواکي وايي، د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوه غونډه هوايي برید کړی چې پهکې لږ تر لږه ۲۱ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، برید پرون له غرمې وروسته افغان هوايي ځواکونو د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ د کډي جامراد په جرنېل کلا سیمه کې د وسلهوالو طالبانو پر جوړه شوې غونډه وکړچې ۲۱ تنه پهکې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
نوري زیاتوي، دغه وسلهوالو د کوم پلان جوړونې په موخه غونډه درلوده چې ورباندې برید شوی دی.
نوري وویل:
"که څه هم چې پهدغه غونډه کې بهرني وسلهوالو ګډون درلود، خو د هغوی د وژل کېدو په اړه تر اوسه پورې معلومات نهدي ورکول شوي."
تر دې وړاندې د تېرې جمعې په ورځ هم افغان هوايي ځواکونو د یادې ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د قلبې او قرچې په سیمه کې پر وسلهوالو بمبار کړی وو، د چارواکو په وینا ۱۳ تنه یې وژلي وو.
وسلهوالو مخالفینو پهدې اړه څه نهدي ویلي.