راپورونه وايي چې د تاجکستان یا روسیې یوې جنګي الوتکې د یکشنبې په ورځ د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د تاوتریخوالي له پېښېدو وروسته د افغانستان په تخار ولایت کې د درقد په ولسوالۍ کې بمباري کړې ده.
د تخار د والي ویاند خلیل اسیر روېټرز خبري اژانس ته ویلي دي، د تاجکستان پولې ته نږدې د افغانستان په خاوره کې دا بمباري وروسته له هغې پیل شوه چې دوه تاجک پوله ساتي له طالبانو سره په نښتو کې ووژل شول.
اسیر ویلي دي اته نور وسلهوال طالبان پهدې بمبارۍ کې وژل شوي او شپږ تنهیې ټپیان دي.
روېټرز خبري اژانس وايي، وسلهوالو طالبانو هم ورته نښتې او بمباري تأیید کړې ده.