د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان د سولې لپاره د هېوادونو له هڅو ملاتړ کوي، خو په وینا یې د سولې د پروسې مالکیت باید افغانستان وکړي.
نوموړي نن په کابل کې د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې دا څرګندونې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه هغې جوړېدونکې غونډې ته په اشارې وکړې چې ټاکل شوې ده، طالبان هم پهکې برخه واخلي.
د افغانستان او امریکا استازي هم د مسکو دې غونډې ته وربلل شوي، خو دواړو ویلي، دې غونډه کې ګډون نهکوي.
عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا له غونډې وړاندې رسنیو ته وویل، د مسکو په غونډه کې د افغان حکومت له استازي پرته به دا غونډه کومه نتیجه ونهلري.
د مسکو غونډه د طالبانو د استازو سربېره د چین، پاکستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو استازي هم ګډون کوي.