د سولې ولسي حرکت: سولې ته د رسېدو په لار کې مو هيلې زیاتې شوي

د سولې د ولسي حرکت غړي وايي، د افغانستان په مختلفو ولایتونو او ولسوالیو کې له دوی سره د خلکو يوځای کېدل سولې ته د رسېدو په لار کې، د دوی هيلې زیاتې کړې دي.

د سولې د ولسي حرکت غړي په لوڅو او ټناکو پښو د لسګونه کیلومتره پلي مزل وروسته، د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ ته ورسېدل.

د دغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سولې د ولسي حرکت يوشمېر غړي که څه هم د لارې په اوږدو کې د سختو روغتیايي ستونزو سره مخ شول، خو بیا هم له خپل کړي هوډه لاس په سر نه شول.

نوموړی وايي، د لارې په اوږدو کې له دوی سره د خلکو يوځای کېدل، د دوی په زخمونو د مرهم او پټۍ د لګولو په مانا دي چې سولې ته د رسېدو لپاره د دوی هیلې ژوندۍ ساتي.

بسم الله وطندوست

نوموړي زیاته کړه:

"اوسمهال موږ د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې یوو، د شکردرې، میربچه کوټ، کلکان او د کابل په قره باغ کې دا شان د جبل سراج، سالنګ او د پروان ولایت په مرکز او د دې ترڅنګ د بغلان په خنجان ولسوالۍ او يو شمېر نورو سیمو کې زرګونه خلکو زموږ په ناستو کې ګډون وکړ، دا ښيي چې خلک نور له جګړې ستړي شوي او سوله غواړي."

د ښاغلي وطندوست د معلوماتو له مخې، سبا به دوی د بغلان مرکز پلخمري ته ورسېږي او له هغه ځایه به د سولې له پيغام سره د بلخ په لور حرکت وکړي.

د ده په خبره، که څه هم د دوی د سفر پای نا معلوم دی، خو پلان لري چې له بلخ وروسته پلي هرات ولایت ته ولاړ شي.

د هلمند د سولې ولسي حرکت په نوموړي ولایت کې له يومیاشتني پرلت وروسته، د کابل په لور وخوځېدل او د هلمند ــ کابل لاره یې پلې طی کړه چې د خلکو له پراخ هرکلي سره هم مخ شو.

د دغه حرکت غړو په کابل کې دوه میاشتې تېرې کړې او په دغه موده کې یې د امریکا، روسیې، ایران، پاکستان او په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفترونو مخې ته خېمې ووهلې او په سمبولیکو حرکتونو او لیکونو سره یې له دوی وغوښتل چې د افغانستان له سولې ملاتړ وکړي.

له دې وروسته د دغه حرکت غړي د اګست میاشتې په لسمه نېټه لوڅې پښې له کابله د بلخ په لور وخوځېدل چې د دغه ولایت خلکو ته هم د سولې پیغام ورسوي.

د مدنې فعالې حمیرا ثاقب په خبره، د خلکو له خوا د دغه حرکت ملاتړ دا ښيي چې نور افغانان له جنګه ستړي شوي او سوله غواړي.

حمیرا ثاقب

نوموړې وویل:

"دا ښيي چې افغانان له جنګ او ناامنیو څومره ستړي شوي دي او سولې ته لېوال دي، ټول خلک له دوی سره دي او موږ غواړو له دې لارې د جګړې ښکېلې خواوې سولې ته راوبولو او ورته ووایو چې نور خلک له جنګه ستړي شوي او سوله غواړي."

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د سولې د ولسي حرکت په اړه ازادي راډیو ته ویلي وو چې که ځوانان سوله غواړي، نو خپل غږ دې د امریکايي مرکزونو مخې ته اوچت کړي.

خو اغلې ثاقب وايي، له دواړو لوریو غواړي چې سوله وکړي، څو نور افغان مېرمنې کونډې او ماشومان يتیمان نه شي او میندې د خپلو زامنو په غم و نه کړېږي.

راپور: محمد واصل وصال