د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ له دوشنبې پیلېږي

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍ د دوشنبې له ورځې پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د شل اوریزو سیالیو د لړی له ګټلو وروسته افغان لوبډله یو ورځنیو سیالیو ته په وروستیو تمریناتو بوخته ده.

د بورډ د رسنیو د برخې یوه مسول لطف الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبدله د یوه سریز له ګټلو وروسته دا وخت په ښه مورال کې ده.

افغانستان تېره اونۍ دوه پرلپسې شل اوریزې لوبې له ایرلېنډه وګټلې او دریمه یي د باران له کبله ونشوه.

د یو ورځینو سیالیو دویمه لوبه د چهارشنبې او وروستۍ يي بیا د راتلونکي جمعې په ورځ تر سره کیږي.