چارواکي: په ننګرهار او کونړ کې د داعش ۱۳ وسله وال وژل شوي

په ختیځ کې د پولیسو د ۲۰۲ شمشاد ساحوي زون قومانداني په ننګرهار او کنړ ولایتونو کی د هوایي بریدونو په ترڅ کی، د داعش د دو قوماندانانو په ګډون، د دې ډ‌لې د دیارلسو وسله والو د وژل کېدو او د درېیو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

له دغې قوماندانۍ څخه نن یکشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ مازیګر د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کی هوایي برید وکړ چې په ترڅ کې یې د داعش د یوه قوماندان مسافر په ګډون، درې وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه بل برید کې چې تېر مازدیګر یې د کنړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې وکړ، د یاسین په نوم د داعش د یوه قوماندان په ګډون لس داعش وسله وال پکې ووژل شول.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو بریدونو کې د داعش ډلې یو شمېر وسلې او مهمات هم تخریب او له منځه وړل شوي دي.