یو افغان پلاوی د غنمو د اخیستو لپاره قزاقستان ته ځي

ټاکل شوي چې د سې شنبې په ورځ د غنمو د اخيستلو لپاره یو افغان پلاوی قزاقستان ته سفر وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، د غنمو له پیرېدنې هدف د هغو خلکو د اړتیاوو پوره کول دي چې د وچکالۍ له کبله له لوږې سره مخ دي.

دی وايي، د غنمو له واردولو سره به ژرندې بېرته فعالې او ورسره به خلکو ته د کار ډېرې زمینې هم برابرې شي.

له دې وړاندې افغانستان د اړتیا وړ ډېر غله جات له پاکستانه ورادول، خو اوس يې ډېره تکیه پر قزاقستان ده.

قزاقستان د افغانستان تر څنګ ایران، تاجکستان او ازبکستان ته هم په زیاته اندازه غنم صادروي.