روغتیا وزارت: تر راتلونکي اوونۍ به د فرنود قضیه روښانه شي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر راتلونکي يوې اوونۍ پورې به د کابل بانک د پخواني رئیس شیرخان فرنود د مړینې قضیه روښانه شي.

د دغه وزارت رسنیز سلاکار وحید مجروح نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه د يوه ځانګړي ټیم له خوا څېړنې پيل شوي څو معلوم کړي چې د ښاغلي فرنود د مړینې اصلي کیسه څه ده؟

له دې وړاندې د کابل پولیسو ويلي و چې شیرخان فرنود په بګرام کې د زړه د حملې له امله ساه ورکړې ده.

خو ښاغلي فرنود ته نېږدې کسان وايي چې د هغه مړینه دوی ته شکمنه ده ځکه چې د بګرام زندان مسؤلینو په دې اړه ضد او نقیض څرګندونې کړي دي.

شیرخان فرنود په کابل بانک کې د ۹۰۰ میلیونو ډالرو د ورکېدو په تور په ۲۰۱۳ کال کې د لوېې څارانوالۍ له لوري په ۵ کاله بند او د ۳۳۴ میلیونه ډالرو په ورکړې محکوم شو، مګر په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کله چې د کابل بانک دوسیه د دوهم ځل لپاره وڅېړل شوه، د جمهور رئیس غني په حکم فرنود په ۱۰ کاله بند محکوم شو.