- واشنګټن اګزمینر
واشنګټن اګزمینر ورځپاڼې د مېشل روبین لیکنه خپره کړې ده چې پهکې یې په افغانستان کې په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې د امریکا او ناټو تېروتنې یادې کړي دي.
پهدې لړ کې لیکوال د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما لهخوا په ۲۰۰۹ میلادي کال کې له افغانستانه د ډېرو امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالویش اعلان تر ټولو لویه تېروتنه او په افغانستان کې د طالبانو خلاف د امریکا د جګړې د ناکامۍ یو سبب بللی دی.
لیکوال همدارنګه په افغان حکومتونو کې اداري فساد او درغلۍ یادې کړي او د خپلې دې اوږدې لیکنې په پای کې وايي، امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې له بریدونو وروسته په لومړیو کلونو کې په افغانستان کې د بریا ځانګړی فرصت درلود، خو کمزورې پالیسي او ډیپلوماټیکه سادهګۍ د دې فرصت د ضایع کېدو سبب شوه.
د لېکوال په وینا له هغې را وروسته د امریکا هرې ادارې د بریا خبرې کړي، خو د افغانستان د سیسټماټیکې ستونزې د هواري لپاره د ريښتینو هڅو پر ځای یې ظاهري بدلونونو ته لومړیتوب ورکړی دی.
ښاغلی روبین پهدې لیکنه کې زیاتوي، پهداسې حال کې چې نیکلسن په افغانستان کې د ناټو د عمومۍ قوماندانۍ څوکۍ پریږدي او جنرال سکاټ مېلر یې ځای نیسي، داسې هېڅ نښه نهشته چې واشنګټن او متحدان یې غواړي چې په افغانستان هغه پنځوس په سلو کې افغانانو ته چې د مجاهدینو له کورنۍ جګړې او طالبانو له واکمنۍ وروسته زیږیدلي وښيي چې نوی افغانستان به د دوی لپاره یو غوره بدیل وړاندې کړي.
- واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مسکو پر هغې غونډې یوه لیکنه خپره کړې چې ټاکل شوې طالبان هم پهکې ګډون وکړي.
ورځپاڼه وايي، طالبان د اوربند لپاره د ولسمشر غني وړاندیز له پامه غورځوي او پر ځای یې په مسکو کې خبرو اترو کې د ګډون وړاندیز مني.
ورځپاڼه د شنونکو له قوله وايي چې نړیوال سیاست د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره راپیدا شوی خوځښت لهمنځه وړی دی.
کابل او واشنکټن دواړه د مسکو غونډه د دوی د خپلو هغو هڅو لپاره یو ګوزار ګڼي.
واشنګټن پوسټ پهدې لیکنه کې د افغانستان د چارو د یو نړیوال څیړونکي مېشل کوګلمن له خولې وايي:
"دا ښايي د طالبانو لهخوا یوه داسې سیاسي هڅه وي چې غواړي له روسیې سره د واشنګټن د اړیکو له کمزورۍ ګټه واخلي او فشار پرې راوړي چې په ډېرڅه ورسره سلا شي او یا دا چې طالبان غواړي یوازې وګوري چې روسان ورته څه ورکولی شي."
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه زیاتوي، مسکو په هغه غونډه کې چې د سېپټمبر په لومړیو کې یې جوړوي افغان حکومت او امریکا هم دعوت کړي دي، خو کابل او واشنکټن دواړه د مسکو غونډه د دوی د خپلو هغو هڅو لپاره یو ګوزار ګڼي چې غواړي له طالبانو سره په خپله مستقیمو خبرو کې برخه واخلي، دواړو هېوادونو ویلي چې د مسکو غونډې ته به خپل استازي وانهستوي.
په کابل کې یو لویدیځ ډیپلوماټ چې نومیې نهدی یاد شوی واشنګټن پوسټ ته ویلي:
"د ځمکې په کره کې د طالبانو ډېر ګرځول، په افغانستان کې یو جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ګټور نهدي."
دې لویدیځ ډیپلوماټ زیاته کړې:
"دا څه طالبانو ته نړیوال دریځ ورکولی شي خو دا همدارنګه له دې ډلې سره د سولې د مرکزي هڅې څخه په ناسم لوري حرکت دی."
د دې لویدیځ ډیپلوماټ په وینا طالبان د مسکو غونډه کې د ځان ښودنې لپاره ګډون کوي او په خبرو کې ورسره مناسب او اصلي لوري برخه نهلري.