ولسي جرګې ته یو تن کاندید جلال الدین صالحي ووژل شو

په کابل کې پرون «شنبې، د سنبلې ۳مه» د ولسي جرګې یو کاندید جلال الدین صالحي په وسله واله نښته کې ووژل شو.

په کابل کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکو وویل چې جلال الدین صالحي د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی او له کابله ولسي جرګې ته کاندید و.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کابل ولایتي مسؤل، اول الرحمن رودوال پرون ازادي راډیو ته وویل چې د جلال الدین صالحي د قتل په اړه جزئیات به وروسته څرګند شي.

ښاغلي رودوال وویل چې صالحي په مسلحانه برخورد کې وژل شوی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د میزان په ۲۸مه ترسره کېږي.