زرګونو روهنګیا مسلمانانو په برما کې په یوه اعتراض کې برخه واخیسته

زرګونو روهنګیا مسلمانانو په برما کې د دوی پر خلاف د ځپوونکو پوځي اقداماتو د یو کلنۍ په مناسب په یوه اعتراض کې برخه واخیسته.

په میانمار یا برما کې پوځ ددې هېواد په راخین ایالت کې د روهنګیا مسلمانانو پر خلاف تېرکال ځپوونکي اقدامات وکړل چې له کبله یې سلګونه زره روهنګیا مسلمانان ګاونډي هېواد بنګله دېش کې د کډوالو کمپونو ته وتښتېدل.

د کتوپالنګ په نوم د کډوالو په هغه کمپ کې چې د برما څخه بنګله دېش ته د تښېتدلو تر اتیازرو زیاتو کډوالو د کمپونو یوه برخه ده، اعتراض کوونکو په خپلو شعارونو کې ویل:

"موږ روهنګیا یوو او موږ عدالت غواړو."

د برما پر پوځ تور دی چې تېر کال یې د روهنګیا وسله والو له بریدونو وروسته دغلته د سلګونو زرو روهنګیا ملکیانو په وړاندې ځپونکي اقدامات کړي او د هغوی کلي او کورونه یې سوځولي دي.

د بې سرحده ډاکترانو نړیواله ټولنه وايي، د تېرکال په اګست میاشت کې په برما کې د تاوتریخوالي له پیلېدو وروسته په لومړۍ میاشت کې لږ تر لږه ۶۷۰۰ روهنګیا مسلمانان وژل شوي دي.

برمايي چارواکو رد کړي چې ګوندې ولسي خلک یې هدف ګرځولي او ټینګار کوي چې عملیات او بریدونه یې یوازې د روهنګیا سخت دریځو وسله والو پر ضد دي.

د امریکا متحدو ایالتونو د برما په شمالي ولایت راخین کې د روهنګیا مسلمانانو پر ضد د د برما د پوځ اقدامات نژادي تصفیه بللې ده.