د جرمني صدراعظمې له ازربایجان سره د کلکو اقتصادي اړیکو غوښتنه کړې

د جرمني صدراعظمې انګيلا مېرکل له ازربایجان سره د کلکو اقتصادي اړیکو غوښتنه کړې ده.

نوموړې د شنبې په ورځ په باکو کې د ازربایجان د ولسمشر الهام عليیف سره تر کتنې وروسته او د دواړو لورو ترمنځ د رسمي خبرو تر پیل مخکې، په دې اړه څرګندونې کړي.

ټاکل شوې ده چې داوړه مشران به د ارمنیا سره د نګورنو قره باغ د لانجمنې غرنۍ سیمې پر سر د ازربایجان د کړکېچ او د بشري حقونو په مسئلو خبرې وکړي.

ازربایجان او ارمنیا له کلونو راهېسې خپلو کې د نګورنو قره باغ د سیمې پر سره کړکېچ لري.

دا سیمه چې ازربایجان پورې تړلې وه، د ارمنیا ملاتړ لرونکو ځواکونو له خوا نیول شوې. د دې سیمې پر سر څو کلنه جګړه کې د ۱۹۹۴ میلادي کال تر اوربند مخکې تر دېرش زرو زیات کسان ووژل شول.

د جرمني صدراعظمه جنوبي قفقاز هېوادونو ته ددې درې ورځني سفر په ترڅ کې تر ازربایجان مخکې ګورجستان او ارمنیا ته هم ورغلې وه.

باکو د نوموړې ددې سفر وروستی پړاو دی.

په یاروین کې د جرمنې صدراعظمې انګیلا مېرکل خبریالانو ته ویلي وو، دا ډېره مهمه ده، چې کړکېچ په سوله ییزه توګه هوار شي او جرمني د مسئلې په هواري کې همکارۍ ته چمتو دی.