عبدالقادر بالاکرزی: په کندهار کې ۱۲۰ ښوونځي بند دي

د ولسي جرګې فرهنګي او د پوهنیزو چارو کمېسيون او د کندهار ولایت د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د ۱۲۰ تړلو ښوونځیو په اړه اندېښنه ښيي.

د ولسي جرګې فرهنګي او د پوهنیزو چارو کمېسيون او د کندهار ولایت د پوهنې ریاست وايي، ناامني، د تشکیل او درسي موادو کموالی او د ودانیو نشتون هغه عمده ستونزې دي چې په کندهار ولایت کې د څه باندې ۱۰۰ ښوونځیو د تړل کېدو لامل شوي دي.

دوی وايي، د دغو ښوونځیو په تړل کېدو سره زرګونه زده کوونکي ښوونځیو ته له تګه بې برخې شوي دي.

د ولسي جرګې د فرهنګي او د پوهنیزو چارو کمېسيون غړي عبدالقادر بالاکرزي په دې اړه خپله اندېښنه ازادي راډیو سره داسې شریکه کړه:

"په کندهار ولایت کې د پوهنې وضعیت ډېر خراب دی، په ولسوالیو کې زیاتره ښووونځي د ناامنیو له امله تړلي دي، معلم او کتاب نشته، ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله یې ۱۲۰ ښوونځي په کندهار کې تړلي دي، حکومت نوی تشکیل نه لري، موږ هیله لرو چې د دغو ښوونځیو لپاره تشکیل منظور او دغه ښوونځي د زده کوونکو پرمخ خلاص شي."

بل خوا د کندهار ولایت د پوهنې رئیس عبدالقادر پیوستون ازادي راډیو ته وویل چې د قومي سپین ږیرو، د سیمې د خلکو او د پوهنې وزارت له لارې هڅه کوي چې په دغه ولایت کې تړلي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانیزي.

د کندهار ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې اوسمهال د ۴۷۲ ښوونځیو له ډلې ۳۲۰ یې خلاص او نور یې تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د کابل والي ویلي وو چې د دغه ولایت په ولسوالیو کې ۱۶۸ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې د ښوونکو او کتابونو له کمښت سره مخ دي.

له دې وړاندې په ننګرهار، لوګر، غور، ارزګان، هلمند او يوشمېر نورو ولایتونو کې د سلګونو ښوونځیو د تړل کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني روان کال د پوهنې کال نومولی او ټینګار یې کړی چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به ۶۰۰۰ نوي ښوونځي جوړ او د زده کوونکو پرمخ به پرانيستل شي.

بل خوا د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت په دې برخه کې د پرتو ستونزو د هواري خبره کوي.

دا وایي:

"د امنیتي ستونزو ترڅنګ موږ تخنیکي ستونزې هم لرو او موږ نشو کولای چې له دغې مسئلې سترګې پټو کړو، خو د پوهنې وزارت ژمن دی چې شته ستونزې او ننګونې په نښه او له مخې یې د ښوونځیو د تشکیل او نورې ستونزې هوارې کړي."

خو د ولسي جرګې د فرهنګي او پوهنیزو چارو کمېسيون غړی عبدالقادر بالاکرزی وايي، د هېواد معارف له کلونو راهیسي له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دی او حکومت په دې برخه کې ژمنې کړي، خو لا عملي شوي نه دي.

راپور: محمد واصل وصال