امین: په کابل کې د انتخاباتو کمېسون مخې ته درول شوې خېمې مو لېرې کړي

د کابل امنیه قومانداني وايي، د انتخاباتو د مرکزي دفتر له مخې یې د اعتراض کوونکو خېمې لېرې کړي او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دروازې د کارکوونکو پر مخ خلاصې دي.

امنیه قوماندان جنرال داود امین نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ولسي جرګې د انتخاباتو له لېسته يو شمېر لېرې شویو نوماندانو او پلویانو يې پولیسو ته بد او رد ویلي او له دوی سره يې د خېمو د لېرې کولو پرمهال مقاومت کړی دی.

له شااوخوا دوو اوونیو وروسته د کابل پولیسو د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د مرکزي دفتر دروازې د دغه کمېسيون د کارکوونکو پرمخ پرانيستې.

د کابل امنیه قوماندان جنرال داود امین ازادي راډيو ته وویل چې په کابل کې یې د انتخاباتو خپلواک کمېسون مخې ته درول شوې ټولې هغه خېمې لېرې کړي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو له نوملړه يو شمېر حذف شویو نوماندانو او پلویانو یې د اعتراض په ډول درولې وې.

ښاغلي امین وویل چې د خېمو د لېرې کولو پرمهال پولیس له لفظي او فزیکي چلند سره مخ شول چې په نتیجه کې یې درې پولیس برسېرن ټپیان شوي دي.

دی وایي:

"بالاخره موږ هم هغه عسکري او پوځي حرکت د قانون سره سم ترسره کړ، دوی له ځانه سره کلاشینکوف، پيکا او زرې موټرې لرلې او دوی زموږ په وړاندې مقاومت وکړ، ډزې یې وکړې، خو د کابل زړورو پولیسو په خپلې ښې همغږۍ سره چې له ګارنیزون سره یې درلوده، وتوانېدل چې دوی له سیمې لېرې او خېمې یې ټولې کړي."

د کابل د امنیې قوماندان په خبره، د خېمو د لېرې کولو پرمهال د پولیسو له خوا يو شمېر داسې کسان هم نیول شوي چې د ده په خبره، د يو شمېر حذف شویو نوماندانو له خوا د پیسو په بدل کې د کمېسيون مخې ته خېمو کې کېنول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د انتخاباتو له وروستي لېسته د ۳۵ نوماندانو له ايستلو وروسته، د يو شمېر حذف شویو نوماندانو پلویانو په کابل او ولایتونو کې د انتخابات خپلواک کمېسيون د دفترونو مخې ته خېمې ووهلې او دروازې یې وروتړلې.

خو د کابل امنیې قومانداني اوس وايي چې د انتخاباتو مرکزي دفتر دروازې د دغه کمېسيون د کارکونکو پر مخ خلاصې او د سیمې کنټرول په بشپړ ډول د پولیسو په واک دی.

خو د يو شمېر راپورونو له مخې، په يو شمېر ولایتونو کې لا هم د دغه کمېسيون د ولایتي دفترونو دروازې تړلې دي چې له امله یې انتخاباتي چارې په ټپه ولاړې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد په اتو ولایتونو، له هغې ډلې په بدخشان، کندز، بامیان، بغلان او ننګرهار کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه د معترضانو له خوا تړل شوي چې بې له شکه د دوی چارې ټکنۍ کوي.

له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک رسنیو ته ویلي وو چې هېوادوال کولای شي چې مدني اعتراضونه وکړي، خو په خبره یې چې که دغه اعتراضونه د ملي بهیرونو د مخنیوي لامل ګرځي، له اعتراض کوونکو سره به قانوني چلند وشي.

که څه هم اعتراض کوونکي ټينګار کوي چې له لېسته د ايستل شویو کانديدانو نومونه دې بېرته په لېست کې شامل شي، خو د شکايتونو کمېسيون خپله کړې پرېکړه وروستۍ ګڼي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د ځینو دغو کاندیدانو چې نومونه یې له ورستي لېست څخه حذف شوي، نظر هم واخلو، خو اړیکه مو چا ځواب نه کړه.

په ورته وخت کې د يو شمېر سیاسي معترضو ګوندونو هغه مهلت هم نن پای ته ورسېد چې په انتخاباتي نظام کې يې د بدلون لپاره حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ته ورکړی و.

تر دې مخکې دغو ګوندونو د ۹ میلیونو رأیو ورکوونکو نوم‎ ليکنه خیالي بللې وه او ویلي یې وو، که کمېسیون نوم ‎لېکنه باطله اعلان نه‎ کړي او انتخاباتي نظام بدل نه‎ شي، دوی به حتی د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو مخه ډب کړي.

دا چې نوی اقدام څه دی، په دې اړه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د اجرائیه شورا غړي نادر افغان ازادي راډیو ته وویل:

"نن داسې په نظر کې وه چې په مرکز او ټولو ولایتونو کې پراخ لاریونونه ترسره شي او همدا اوس هم په ۱۱ ولایتونو کې مظاهرې دوام لري، موږ په هېڅ صورت هغه انتخابات نه منو چې شفافیت یې تضمین نشي او له درغلیو ډک وي."

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان له انتخاباتو د څار يو شمېر بنسټونه بیا د رامنځته شوي انتخاباتي کړکېچ د له منځه وړلو لپاره په سوله ییزو مذاکراتو او خبرو اترو ټينګار کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانو انتخاباتو د بنسټ مشر محمد نعیم ایوب‌ زاده وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د انتخاباتو پر پروسې به بده اغېزه وکړي او د خلکو باور به په دغه ملي بهیر لا کم شي.

راپور: محمد واصل وصال