د ولسي جرګې ځيني غړي او د چارو ځیني پوهان د زلمي خلیلزاد ګمارنې ته خوشبین دي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي او د نړیوالو چارو کارپوهان په افغانستان کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد ګمارنې ته خوشبین دي.

دوی وايي، په اوسنیو حساسو شرایطو کې د زلمي خلیلزاد ګمارنې ته خوشبین دي.

دوی وايي، دا چې له پخوا راهیسې خلیلزاد د افغانستان په مسایلو کې ښکېل و او له افغان سیاسي مشرانو سره ښه پېژندوګلوي لري، نو کولای شي چې په مهمو مسایلو کې رول ولوبوي.

عبدالقادر ځاځی وطندوست

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطندوست زیاتوي:

"موږ یې راتګ ته خوشبین یوو او ډاډه یوو چې خلیلزاد به د افغانستان د سولې په مسئله کې چې د افغانانو لپاره مهمه ده او دغه شان په نظام کې دننه ځینې ستونزې چې دوی پورې اړه لري، په حل کې خپل رول ولوبوي."

روېټرز خبري اژانس تازه د دوو امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې ښايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د خپل هېواد ځانګړی استازی وګماري.

که څه هم تراوسه کومې خپلواکې سرچینې دغه موضوع نه ده تأيید کړې، خو روېټرز د امریکايي چارواکو له قوله دا هم ویلي چې د خلیلزاد ګمارل طالبانو ته یوه بله او تازه اشاره ده چې امریکا د خپل تاریخ اوږدمهالې افغان جګړه پای ته رسول غواړي.

زلمی خلیلزاد له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۵ میلادي کاله پورې په افغانستان کې د امریکا سفیر و او له هغې وروسته یې په عراق کې هم د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې.

د ښاغلي خلیلزاد وروستی رسمي ماموریت په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازیتوب و.

زلمی خلیلزاد په خټه افغان او په امریکا کې هم یو با نفوذه سیاستوال ګڼل کېږي او وخت نا وخت د افغانستان پر ګاونډیو په ځانګړي ډول پر پاکستان د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د نه کولو له کبله انتقادونه کوي.

د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان وايي دا چې افغانستان له حساس پړاوه تېرېږي، د زلمي خلیزاد ګمارل دا وخت د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه یو پرځای ګام دی.

زلمی خلیلزاد

د نړیوالو چارو افغان کارپوه مشتاق رحیم وايي، د پاکستان پر وړاندې د خلیلزاد واضح او قاطع دریځ او له افغان مشرانو سره یې ښې اړیکې به د دې لامل شي چې نوموړی د افغان سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

دی وایي:

"زلمی خلیلزاد د افغانستان له کورنیو او دغه شان له سیمه ایزو سیاستونو ښه واقف دی او د سوله پالو او د سولې ضد سیاسیونو ترمنځ ښه تفکیک کولای شي، دې ټولو مسایلو ته په کتو فکر کوم چې د هغه راتګ د افغان سولې په برخه کې ګټور تمامېدای شي."

د ښاغلي رحیم په خبره، په افغانستان کې د روانې جګړې دوام د هېڅ چا په ګټه نه دی او زلمی خلیلزاد کولای شي چې د دغې جګړې په پای ته رسېدو کې مهم او برخلیک ټاکونکی رول ولوبوي.

راپور: محمد حدیث پردېس