په هلمند کې ۱۵۰۰ د مېوو باغونه جوړېږي

د هلمند د کرنې ریاست په دغه ولایت کې ۱۵۰۰ د ميوو باغونه جوړوي.

د دغه ریاست د پلان او پروګرامونو د برخې همغږي کوونکي سید رفیع الله قلم نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، دامهال ۸ زره نیالګي دغو باغونو ته په پام کې نیول شوي.

نوموړي وویل، دغه نیالګي د ولایت د کرنیزو چارو د ټولنې له لورې اخيستل شوي او په باغ لرونکو وېشل کېږي.

د هلمند د کرنې ریاست وايي، تېرکال هم ورته پروګرامونه پلي شوي چې ښې پایلې یې درلودې.

د دوی په وینا، دا ډول پروګرامونه د باغ لرونکو د اقتصاد د پیاوړتیا تر څنګ د ولایت د عوایدو په لوړولو کې هم مرسته کوي.