ارګ: ولسمشر غني په جلال اباد کې د نننۍ چاودنې څېړنه غوښتې

ارګ وايي ولسمشر محمد اشرف غني اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې په جلال اباد ښار کې په سوله ییزو اعتراض کوونکو د نننۍ چاودنۍ موضوع وڅېړي.

د ننګرهار ولایتي اداره وايي د شنبې په ورځ شاوخوا یوولس نیمې بجې د ټاکنو کميسیون مخې ته د جاوید زمان په پلوۍ په راټولو شویو اعتراض کونکو چاودنه شوې چې لږ تر لږه دوه کسان په کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، چاودنه د ټاکنو کمېسیون مخې ته د جاوید زمان د پلویانو د پرلت خېمې سره شوې، خو نوموړی وايي چې د تلفاتو او د برید د نوعیت په اړه کره معلومات تر اوسه نشته.

خو د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسؤل انعام الله مياخېل وايي چې د پېښې له ځایه د جلال اباد مرکزي روغتون ته دوه جسدونه او څلور ټپیان ور وړل شوي دي.

مياخېل وايي، په ټپیانو کې د دوو تنو روغتيايي وضعیت نازک دی.

جاوید زمان غمشریک چې د پارلماني تاکنو د نوماندانو له لېسته لېرې شوی، پلویانو يې په غبرګون کې د ټاکنو کمېسیون مخې ته د اعتراض خېمه لګولې وه چې د هېواد د خپلواکۍ او د اختر رخصتیو په مناسبت دا خېمه په موقتي ډول ټوله شوې وه چې نن د شنبې په ورځ د رسمیاتو د پيل سره سم دوی د اعتراض په ډول بیا خېمه ولګوله.

تر اوسه پورې ددې چاودنې مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پخواني معلومات:

د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د شنبې په ورځ شااوخوا ۱۱ نیمې بجې د ټاکنو کمېسیون مخې ته چاودنه شوې چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.