انګېلا مېرکل:د ارمنیانو قتلونه شریر جنایت و، باید هېر نه شي

د جرمني صدراعظمې ، انګېلا مېرکل وویل چې د ترکي عثمانیانو په دوره کې د ارمنیانو قتلونه "شریر" جنایت و او باید هېر نه شي.

مېرکل پرون ،جمعه د سنبلې ۲مه ، له ګرجستانه د ارمنستان پلازمېنې یرووان ته ورسېده.

د جرمني صدراعظمه د قفقاز دریو هېوادونو ته په سفر وتلې ده.

مېرکل پرون په ارمنستان کې هغه یادګاري ځاي ته ورغله چې د ترکي عثمانیانو د واکمنۍ پرمهال د وژل شوو ارمنیانو په یاد جوړ شوی او د ارمنستان خلک د ارمنیانو د "قتل عام" څلی ورته وايي.

مېرکل دې څلي ته د ګلانو ګېډۍ کښېښوده.

د ارمنستان خلک وايي چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال، د ترکي عثمانیانو د امپراطورۍ په وروستیو کلونوکې یونیم ملیون ارمنیتان ووژل شول. ډېر هېوادونه د ارمنستان دخلکو د دې ادعا ملاتړ کوي.

د انګېلا مېرکل هرکلي ته پرون د ارمنستان نوی صدراعظم، نیکول پاشینیان هوايي ډګر ته ورغلی و.