د کندهار د هوايي ډګر سرحدي پولیسو تر دوو کېلو ګرامو زیات هیرویین نيولي چې له چایو سره ګډ شوي و.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل چې یو تن دوه کېلو او ۷۵۸ ګرامه هیرویین تقريباً لس کېلو ګرامه شين چای کې ګډ کړي او په پام کې وه چې د کندهار د هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي.
کله چې چای د عدلي او قضايي مرکز په ځانګړي لابراتوار کې معاینه شو، نو معلومه شوه چې په چای کې هیرویین ګډ دي.
په دې پېښه کې له نیول شوي کس څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي:
"ّپخوا هم موږ دې ته ورته قضیې درلودې چې هیرویین به یې له جامو، د نارینه وو له واسکټونو ، کاوبای پتلونونو او دسملونو سره ګډول او غوښتل به یې چې بهر ته یې انتقال کړي، وروستۍ طریقه يې همدا وه چې په تور او شين چای کې يې هيروين ګډ کړي او بهر ته يې قاچاق کړي."
د یادونې وړ ده چې د روان شمسي کال د حمل د میاشتې له لومړې نېټې څخه نيولې بیا د سرطان تر وروستیو ورځو پورې د هوايي ډګرونو سرحدي پولیسو ۱۰۶ کسان نیولي چې د افغانستان له هوايي ډګرونو څخه یې په بېلا بېلو طریقو نشه يي مواد قاچاق کول.