په بادغیس کې درې تنو پر یوې۲۵کلنې ښځې جنسي تېری کړی

د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې دریو کسانو پر یوې ۲۵ کلنې ښځې ډله اییز جنسي تېری کړی دی.

د بادغیس د امنيه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني نن ازادي راډیو ته وویل دا پېښه د اختر په دوهمه ورځ شوې ده.

ښاغلي امیني ویلي دا ښځه له خپل پلار سره په موټر سایکل د قادس ولسوالۍ د برنج سیمې ته روانه وه چې دریو کسانو پرې جنسي تېری وکړ.

د بادغیس د امنيه قوماندانۍ وايي په دې پیښه کې د لاس لرولو په تور يې یو مشکوک کس نیولي او د دوه نورو لټون پیل شوی دی.