د هرات په کسهان ولسوالۍ کې ۳طالبان او دوه پولیس وژل شوي

د هرات په کهسان ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

د هرات د امنيه قوماندانۍ ویاند عبد الاحد ولي ازادي راډیو ته وویل په دې جګړه کې درې طالبان او دوه افغان سرتېري وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره دوه نور سرتېري په دې جګړه کې وژل شوي دي.

د هرات چارواکي وايي وژل شوو وسله والو د هرات او اسلام قلعه ترمنځ لوې لارې په نا امنیو او سړي تښتونو کې لاس درلود.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.