پوتین د بیلاروس له ولسمشر سره وکتل

کرېملېن وايي، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د روسیې د تور سمندرګي په ساحلي ښار سوچي کې سره ولیدل.

د روسیې د انترفکس خبري اژانس د راپور له مخې، لوکاشینکا په دې کتنه کې چې پرون چهارشنبه وشوه، له پوتین څخه ده ته د بلنې په خاطر مننه وکړه او ویې ویل چې د دوو هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو کې بېلابېلې ستونزې کوټه شوي دي.

لوکاشینکا وویل چې باید دا ستونزې حل شي.