د ملګرو ملتو په مرکزي دفتر کې د کوفي عنان پر مړینه غمرازي وشوه

په نیویارک کې د ملګرو ملتو په مرکزي دفتر کې پرون د ملګرو ملتو د پخواني سرمنشي کوفي عنان پر مړینه غمرازي وشوه.

د ملګرو ملتو اوسني سرمنشي انتونیو ګوتیریس وویل:

« په دې وختونو کې چې سیاسي اختلافات او سختې شخړې په زیاتیدو دي، موږ تر بل هر وخت د کوفي عنان سولې غوښتونکي روحیې ته ډیره اړتیا لرو»

کوفي عنان د شنبې په ورځ د اتیا کلونو په عمر د سویس په بیرن ښار کې د ورپیښې ناروغي له امله ساه ورکړه.

کوفي عنان لومړی افریقایی تورپوستی و چې په ۱۹۹۷ کې د ملګرو د سرمنشي په توګه غوره شو او تر ۲۰۰۶ کال پورې یې دوې دورې دا دنده مخته یووړه.