د اوکراین د صدراعظم یو همکار روسیې ته په جاسوسۍ تورن دی

د اوکراین د صدراعظم ولودمیر هراسمان یو همکار چې روسیې ته په جاسوسۍ تورن دی پرون محکمې ته حاضر شو.

ستانیسلاف یاژوف دا تور رد کړ او ویې ویل چې څارنوالان هیڅ شواهد نه لرې.

په محکمه کې یوه څارنوال داسې اسناد وړاندې کړل چې یاژوف د انټرنټ له لارې ثبت شوي غږونه یوه نا اشنا کس ته لیږلې دي، همداراز یې د اوکراین د جګپوړیو چارواکو د خبرو په اړه ورته لیکلي دي.

د جزایي محکمې ښځینه قاضي چې دوسیه یې څیړله، محکمه د سپتمبر تر دریمې وځنډوله.

یاژوف چې له صدراعظم سره به په بهرنیو سفرونو کې ملګری و او ډیر کله به یې هغه ته ژباړه کوله په دسمبر کې ونیول شو. که چیرته دا تور پرې ثابت شي نو تر پنځلس کاله پورې به په بند محکوم شي.