د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شل اوریزه لوبه کې تیره شپه ایرلنډ ته په خپل کور کې د یو اتیا منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې لومړی بیټنګ افغانستان وکړ او یوسل او شپیته منډې یې جوړې کړې. د دې په ځواب کې د ایرلنډ ټول لوبغاړي د نهه اویا منډو له جوړیدو سره وسوځیدل.
د دواړو لوریو ترمنځ د شل اورونو تیره لوبه د دوشنبې په ورځ وشوه چې افغانستان د ۱۶ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دریمه او د دې لړۍ وروستۍ شل اوریزه لوبه سبا ده.
په دې پسې به بیا راتلونکې اونۍ د دواړو لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ مسابقې وشي.